ویب ډیسک
د ایران او افغانستان پر پولې د اغزن تار او نورو اړینو کړنو په تړوا؛ د طالبانو حکومت د اعتراض په اړه د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان، کیومرث حیدري یې په ځواب کې ویلي دي “هېڅوک نشي کولی” چې د دې پرېکړې په اړه موږ ته لارښونه وکړي.
پرون (جمعه) یو ځل بیا کیومرث حیدري د ایران او افغانستان پولې ته سفر کړی و او د سفر په ترڅ کې یې ویلي دي؛ “دوامداره امنیت برابرول یو مسوولیت دی چې زموږ د ځواکونو په اوږو دی او دا دوامداره امنیت موږ د ډرون کېمرو، ځینې وختونه په فزیکي شتون او د سرحدونو په بندولو سره کوو، نو هېڅوک زموږ د چارو په اړه پریکړه نه شي کولی چې موږ به په خپلو پولو کې څه وکړو.”
نوموړي د پولو پر بندولو ټینګار کړی او دا یې یو نړۍوال اصل بللی دی چې هر هېواد کولی شي په خپله خوښه پولې بندې کړي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد څو ورځې وړاندې د ایران د هغې پرېکړې په اړه چې ګواکې دوی غواړي په ۷۴ کیلو مټره اوږده پوله باندې د امنیت د ښهوالي لپاره ځیني اړین ګامونه واخلي ویلي وو چې دا مسئله باید د “دواړو هېوادونو” په تفاهم حل شي.


