ويب ډیسک
د پاکستان پخواني صدراعظم او زنداني نوماند عمران خان له زندانه د پاکستان په وروستيو ټاکنو کې خپله بريا اعلان کړه، خو د هغه سرسخت سيال نواز شريف خپل ځان بريالی ګڼي.
د مسلم ليګ نواز ګوند مشر او د پاکستان بل پخواني صدراعظم په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې دی غواړي د پاکستان د ژغورنې لپاره ائتلافي حکومت جوړ کړي.
د پاکستان د ټاکنو د کميسيون د غيرررسمي پايلو له مخې د عمران خان ګوند تحريک انصاف نوماندانو تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلي او مسلم ليګ نواز ګوند په دويم کتار کې دی.
په ورته وخت کې د ټاکنيزو شخړو له کبله همدا نن شمالي وزيرستان کې د ملي ډيموکراتيک ګوند مشر محسن داوړ ټپي شوی او د څلورو تنو نورو د وژل کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.
له بل پلوه امريکا، برتانيا او ځينو نورو هېوادونو د پاکستان د ټاکنيزو شخړو په اړه اندېښنې څرګندې کړي او په دې اړه يې د وضاحت غوښتنه کړې ده.


