سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه، د ایران په سراوان سیمه کې نن سهار وخته د درنو...

، د ایران په سراوان سیمه کې نن سهار وخته د درنو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

ويب ډیسک

د راپورونو له مخې، د ایران په سراوان سیمه کې نن سهار وخته د درنو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
په ټولنیزې شبکې اېکس کې یو شمېر رسنیو او پاکستانیو خبریالانو لیکلي، چې پاکستانیو ځواکونو دایران د برید غچ اخیستی او په سراوان کې یې د پاکستان د بلوڅانو د خپلواکۍ غوښتونکې ډلې (بي اېل ای) پر مرکزونو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندویو بریدونه کړي دي.

تر اوسه د پاکستان او ایران حکومتونو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران پرون د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې د جیش العدل ډلې پر مرکزونو هوایي او ځمکني بریدونه کړي وو.

په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه