دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا له اسراییل غوښتي چې د فلسطیني دولت د جوړېدو د مخنیوي...

امریکا له اسراییل غوښتي چې د فلسطیني دولت د جوړېدو د مخنیوي پر ځای دې، د دې بهیر ملاتړ وکړي.

ويب ډیسک

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له اسراییل غوښتي چې د فلسطیني دولت د جوړېدو د مخنیوي پر ځای دې، د دې بهیر ملاتړ وکړي.

بلینکن چې پرون چهارشنبه یې په سویس کې د داووس اقتصادي غونډې ته خبرې کولې، د فلسطین د دولت جوړولو ته د حل لارو د موندلو غوښتنه وکړه.

دغه غوښتنه له حماس وسله والې ډلې سره په جګړه کې له اسراییله د واشنګټن ملاتړ ته په کتو شوې ده.

حماس سخت دریځه ډله د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګرو په توګه پيژندل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل، د فلسطین ګټور دولت، یوازې کولای شي د اسراییل په ملاتړ او مرستې سره فعالیت وکړي، نه دا چې د دغه هېواد له فعالانه مخالفت سره مخامخ شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه