یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعبدالفتح پښتون پښتو ته خدمت

عبدالفتح پښتون پښتو ته خدمت

لیکنه: طاهر بونیری

زۀ خپل ځان خوش نصيبه ګنړم- چې د هغۀ سره مې ډير ځله ليدلي دي- دا بيله خبره ده چې بې مقصده خبرې به هغۀ نۀ کولې- اؤ د کار څۀ خبرې ماله نۀ راتلې- — دومره مې ياد دي چې پۀ دغه وختونو کښې به پۀ جرمني کښې اوسيدونکو پښتنو د “ټول پښتون” پۀ نوم يوه د پښتو مجله چاپ کؤله- د پښتنو د دغه تنظيم د مشر محمد شيرين ګرديوال صاحب سره زما د خطونو رابطه وه- جرمني ته زما د تللو ډېر ارمان وو- ګرديوال صاحب راته هم ليکلي وو, چې تۀ پۀ څۀ طريقه تر جرمني ځان را اورسوه, دلته بيا ستا روزګار اؤ استوګنه زمونږ پۀ ذمه ده- اؤ هم پۀ دغه وختونو کښې د ښاغلي پښتون صاحب د جرمني او لندن سفرنامه زما لاس ته راغله- د دې پۀ لوستلو مې دومره زړۀ ډاډ شو,لکه چې جرمني ته تلل زما د ګس لاس کار وي- آخر يوه ورځ مې ورته خپله اراده څرګنده کړه- زما د خبرو پۀ دوران کښی هغۀ د خپل سګريټ دپاره پۀ ورغوي کښې تماکو جوړؤل- اؤ چې زما خبره ئې ښۀ پۀ توجه سره واوريده- نو د سګرټ د يؤ اوږد کش راښکلو نه پس راته لګيا شو- وئيل ئې د جرمني تګ زما دپاره پۀ يوه زمانه کښی دومره ويړيا وو- لکه اوس چې مې ستا د وړاندې دا سګريټ جوړ کړو- خو اوس راته تلل دومره ګران دي- کۀ چا راته د جرمني ويزه راؤړه, نو زۀ به ورته د جنت د ټکټ پۀ شان خوشحاله شم- وئيل ئې چې پۀ کراچۍ کښې د جرمني قونصلېټ زما دومره نزدې دوست دے چې زۀ ورله هم کورته ځم او هغه هم ما له راځي-

قونصلېټ صاحب څو’څو واره د جرمني حکومت ته درخواست کړے دے چې ماته ويزه جاري کړي- خو د قونصلر صاحب نه هم خپل حکومت تپوس کوي چې د دې ښاغلي داسې کوم هنر زده دے چې زمونږ وطن ورته ضرورت لري- خو د دې تپوس جواب نۀ د قونصلر سره شته او نۀ زما سره- ځکه چې مونږ خو د علم اؤ هنر زده کؤلو پۀ ځاے ټول عمر تش پۀ خبرو کښی تېر کړے دے- د هغۀ د دې خبرو نه پس ما بيا کله هم د جرمني تللو سوچ نۀ دے کړے- ځکه چې د ښاغلي پۀ سفرنامه د دۀ د نوم سره د اؤل نه “بي اے و پشتو فاضل” ليکلي شوي وو-زۀ لا دغه وخت د نهم لوستونکے ووم- دا د “پلوشه” مجلې د اؤل کال قيصه ده- خو د دغه وخت نه پنځويشت کاله پخوا چې دے د جرمني پۀ نيت د کوئټه نه د کندهار پۀ لور روان وو- د خپل لارمل هنري سره به ئې پۀ ماته ګوډه جرمنۍ ژبه کښی خبرې کولې- د انګريزۍ تاريخ ئې د سکول پۀ زمانه کښی لوستے وو- د هغۀ د دې خوندډؤرې سفر نامې “سمندر جزيره مين” وړومبۍ برخه پۀ ستمبر 1983ء کښې د “رضا پرنټرز کراچۍ” لۀ خوا چاپ ده- دوئمه حصه ئې چې د دې نه هم زياته مهمه ښکاري تر دې کرښو ليکلو پورې د هغۀ د ځامنو سره ناچاپه پرته ده-

خو د دومره مطالعې او مشاهدې باوجود هم هغه چې ما کله ليدلے دے نو خاموش به ناست وو- شائد چې د عاميانه مجلسونو معيار ته راکوزيدل د هغۀ خوښ نۀ وو- او د هغۀ معيار ته رسيدل زمونږ د وس خبره نۀ وه- ځکه چې ما پۀ 15,نومبر 1991 کښ د “هزاره عالمي پښتو کانفرنس” نه علاوه پۀ بل کوم تقريب, مشاعره, سيمينار, يا تنقيدي نشست کښې نۀ وو ليدلے- زمونږ به ورسره اکثر د شاه ولي خان سيدوال صاحب پۀ کواټر کښې ليدۀ کاتۀ کيدل- دلته به دوئي د خپلې مياشتنۍ مجلې “پلوشه” د کتابت دپاره مواد راوړل او کتابت شوي مواد به ئې ترې د پروف کتلو دپاره واپس کور ته اوړل- “پلوشه” د هغه دلور نوم وو- چې نن صبا پۀ دوبۍ کښې ډېر خوشحاله ژؤند تيروي- خو پۀ جون 1989 کښې چې د “پلوشه” مجلې وړومبۍ پرچه چاپ شوه- نو پۀ سرپانړه ئې د دې لس کلنې ماشومې تصوير هم وو- پۀ دې مجله کښی طاهر اپريدے او فهيم سرحدي صاحب د دۀ سره مرستيال ملګري وو-
يوه ورځ مونږ هم دغسې د سيدوال صاحب پۀ درګاه کښې ناست وو- نور رانه هېر دي خو فضل خالق غمګين صاحب,مولانا بسمل کابلګرامي او ښاغلے پښتون هم وو- د پوره وخت ناستې نه پس چې هغه رخصت شو, نو بسمل صاحب تپوس اوکړو, چې دا ميلمه څوک وو- —- يؤ کس ورته اوئې چې دا خو هم هغه وو کنه- د دې پۀ اوريدو بسمل صاحب ډېر خفه شو- وئيل ئې ښه نو دا هغه ښاغلے عبدالفتح پښتون وو- چې پۀ دومره ناسته کښې ئې يوه خبره هم او نۀ کړه اؤ غلے رخصت شو- بسمل صاحب بد نۀ وئيل, ځکه چې هغه د ښاغلي د کار اؤ د پښتو سره د مينې نه د اؤل نه خبر وو- بلکه د دۀ د ليدو او اوريدو ارماني هم وو-
ښاغلے پۀ کال 1979 کښی د کوئټه نه کراچۍ ته پۀ کډه راغلے وو- خو د کراچۍ راتګ نه اؤل د کوئټه پښتو اکيډمي صدر هم پاتې شوے دے- او د خپل صدارت پۀ دوران کښی ئې د ارواښاد سلطان محمد صابر يؤ ناوياته کتاب “قديم پشتو اؤر پشتون” د پښتو نه اردو ته ژباړلے اؤ پۀ جون 1977ء کښې ئې د خپل صدارت پۀ دوران کښې د اکيډمۍ لۀ خوا چاپ کړے هم دے- د 527 مخونو دا ضخيم کتاب د روايتي تاريخي کتابونو پۀ مقابله کښې منفردهم دے اؤ مدلل هم- کۀ خداے ته منظوره وه د هغۀ د علمي او سياسي بصيرت پۀ حواله به پۀ يو بل ليک کښی تفصيلي ذکر اوکړم- في الحال د هغۀ د ژؤند يوه سر سري او سطحي خاکه وړاندې کؤل غواړم- د کوئټه پۀ ژؤند کښې به ښاغلي پښتون پۀ ريډيو پاکستان کښی او د پاکستان ټيلي ويژن نه خبرونه هم وئيل- يوه ورځ د ريډيو نه خپريدونکي د يؤ مشهور پروګرام “خبرې اترې” صداکاران موجود نۀ وو- پۀ دغه پروګرام کښې به د ملګري لياقت تابان پۀ قول عبدالمنان د ملک جان اؤ محمد اکبر کاکړ د اخترجان پۀ فرضي نومونو خبرې اترې کؤلې- د دوئي پۀ غېر موجودګۍ کښی ښاغلي پښتون پۀ يواځې ځان د دوئي دواړو پۀ اوازونو پروګرام نشر کړو- او څوک پرې پوهه هم نۀ شو- چې دا ملک جان او اختر جان نۀ وو- بلکه يواځې ښاغلے پښتون وو- دا قيصه ئې چرته فضل خالق غمګين صاحب ته کړې وه-

هم دغسې ئې پۀ خپله سفرنامه کښی د سولشټانو,جرمنيانو, فيرنګيانو اؤ يهوديانو د مخونو نه مصنوعي ماسکونه لرې کړي دي او پۀ خپلو اصلي شکلونو کښې ئې وړاندې کړي دي- هغه پۀ دې لټون کښی پۀ کال 1965ء کښی د کور نه وتلے وو- د افغانستان,ايران, عراق, ترکي, بلغاريه,يوګوسلاويه, جرمني اؤ لندن پۀ ښارونو او ريګستانونو کښې ئې د اوۀ کلونو نه زياته مسافري کړې ده- خو هله واپس شو چې د دغه ظاهري مهذبو قامونو بدرنګه مخونه ئې ښکاره کړل- دومره پۀ خوږه پسته لهجه کښی ئې دغه هر څۀ ليکلي دي چې ډيرو لوستونکو د هغۀ د 127 مخونو ډغه سفرنامه پۀ يؤ نشست کښې لوستلې ده- دا بيله خبره ده چې ليک پرې هيچا هم او نۀ کړے شو-

حالانکه ښاغلي پښتون نۀ يواځې په لندن کښې د کوئټه پښتو اکيډمي دپاره چنده کړې وه- بلکه کراچۍ کښې د ميشته کيدو نه پس ئې د “پلوشه” مجلې پۀ ذريعه بلها ډېر نوي او زاړۀ ليکونکي د يو بل سره متعارف کړل- کومو خلکو چې به پۀ ويره,ويره پلوشه ته ليکونه استول, ښاغلي پښتون به هم دومره پۀ مينه چاپ کؤل- بلکه کله کله خو به ئې د ډېر کشر ليکوال ليک د مشرانو نه هم اؤل اولګؤو- د هر مضمون, شاعرۍ په رسيدلو به ئې ليکونکي ته مختصر خو ارومرو جوابي خط ورليږلو- بله دا چې د کوم ليکونکي شاعري يا نثر به پۀ مجله کښې چاپ وو, هغه کۀ به د کال ممبر نۀ وو, هم به ئې ورته مجله پۀ ډاک ورليږله- ماته شيرين زاده خدوخېل صاحب وئيل چې زما د پښتون صاحب سره ليدۀ کاتۀ نۀ وو شوي- خو مجله به ئې رات باقاعده را استوله- بلکه شيرين زاده صاحب پۀ دې فخر کوي چې عبدالفتح پښتون اؤ طاهر اپريدي زۀ د ارد و پۀ ځاے پۀ پښتو ليکلو ګمارلے يم-

دهغۀ د “پلوشه” مجلې د “سمندر نمبر”, “حمزه نمبر” اؤ “مجذوب نمبر” غوندې خصوصي شمارې هم چاپ کړي دي- چې د راروان نسل د مطالعې اؤ استفادې دپاره ډېر ارزښت لري- پۀ “پلوشه” کښی چې کومو نؤو ليکونکو د ليک چلونه زده کړي او دوه څلورو کسانو پيژندلي وو- نن د تجربه کارو اديبانو اؤ شاعرانو پۀ صف کښی ولاړ دي- پۀ دې مجله کښې به هم لکه د “ځلاند” پۀ شان د پښتونخوا,کراچۍ او بلوچستان پوهانو اؤ شاعرانو پۀ باقاعدګۍ سره ليکونه کؤل- خو د اخستونکو د ممبر شپ پۀ شمير کښې ئې ورو ورو کمي کيدله- پۀ اخري کلونو کښی به ښاغلي پښتون د مجلې کتابت پۀ خپله کؤلو- اؤ چې د کال د اخيستونکو ممبر شپ ئې تر څلويښتو نه هم کم شو, نو اخر ئې دا مجله پۀ کال 2003ء يا 2004ء کښی بنده کړه-
ښاغلي پښتون پۀ 13,اکتوبر 1937ء کښی پۀ کوئټه کښې د اله داد پۀ کور کښې سترګې غړؤلي دي- د دوئي کور “پټېل باغ” ته مخامخ پۀ “کواري روډ” وو- دے پۀ قام غلزے وو- نيکۀ ئې د افغانستان نه کوئټه ته راغلے وو- د هغۀ درې ځامن دي اؤ يوه ئې لور ده چې بالترتيب ئې نومونه اؤ ورسره د زيږون نيټې داسې دي- ناصر خان (15,جولائي 1961ء), هارون خان(12, جون 1963ء), همايون خان (15,نومبر 1965ء), پلوشه خان (6,فروري 1979ء) —— — دۀ د خپلو ټولو بچو رشتې پۀ کوئټه کښې کړې وې- خو پۀ خپله د ژؤند تر اخري سلګو پۀ 91-لال محمد چوهدري روډ کراچۍ کښې اوسيدو- هم دلته ئې پۀ 15,فرورۍ 2015ء د ژؤند ملګرې هم لۀ دنيا نه سترګې پټې کړي- اؤ پۀ خپله ښاغلے پښتون صاحب پۀ 18,دسمبر 2017ء وفات شو- د “هل پارک” پۀ “ميمن جومات” کښې ئې جنازه ادا شوه- اؤ د “ډيفنس سوسائټۍ, سلطان اباد پۀ قبرستان کښې پۀ داسې حال کښې خاؤرو ته اوسپارلے شو- چې د کراچۍ هيڅ يؤ ادبي ملګرے ئې پۀ جنازه اؤ تدفين کښی موجود نۀ وو- پۀ ګور ئې نور شه- د هغۀ پۀ ياد کښې تر اوسه پورې نۀ کوم ادبي تقريب اوشو اؤ نۀ ئې د ادبي اؤ صحافتي خدماتو د اعتراف پۀ توګه چا ليک اوکړو- الله دې اوکړي چې پښتانۀ د عبدالفتح پښتون صاحب خدمات هېر نۀ کړي-
ستا د ښائست ګلونه ډېر دي
جولۍ مې تنګه زۀ به کوم,کوم ټولؤمه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه