ويب ډیسک
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (يوناما) د نجونو د زده کړې د حق د مدافعانو او ښځينه حقونو د فعالانو د نيول کېدو په دوام انديښنه څرګنده کړې.
يوناما نن (چهارشنبه، ۱۳ د مرغومې) پر ايکس ليکلي چې د نجونو د زده کړو د حق مدافعان احمد فهيم عظيمي او صديق الله افغان او د ښځو د حقونو فعاله منيژه صديقي د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر مياشتې راهيسې په زندان کې دي.
دې دفتر د خپلسرو نيونو د ختمېدو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې د بنديانو حقونه لکه کورنۍ، مدافع وکيل، روغتيايي پاملرنې او عادلانه محکمې ته لاسرسی بايد رعايت شي.
يوناما په داسې مهال کې د خپلسرو نيونو د درېدو غوښتنه کړې چې ناتاييد شوي راپورونه وايي چې طالبانو د کابل په لوېديځ کې يو شمېر ښځې او نجونې د جامو د څرنګوالي له کبله نيولې دي.
دې ډلې تر دې وړاندې هم په ځلونو مدني فعالان، معترضې ښځې او خبريالان نيولي او په مياشتو يې په زندان کې ساتلي.


