دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهانوارالحق کاکړ وایي، افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې پاکستان ته...

انوارالحق کاکړ وایي، افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې پاکستان ته ګواښ جوړ کړی دی

ويب ډیسک

د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ وایي، افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو ته ګواښ جوړ کړی دی.

هغه وایي، د امریکا د تخلیې د ناسم پلان له امله پاتې شوې وسله څه د ت.البانو او څه د نورو جرمي ډلو لاس ته ورغلې چې په راتلونکي کې چین، ایران، مرکزي آسیا او نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.

کاکړ وایي، پاکستان کې د دې پاتې شویو وسلو تاثیر د بریدونو په بڼه پیل شوی او نور هېوادونه دې خپل نوبت ته په تمه وي.

نوموړی وایي، موږ فکر کاوه چې پر افغانستان د ت.البانو له واکمنۍ سره به حالات ښه شي، خو هغه برعکس بد شول.

د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د ت.البانو له واکمنۍ راهیسې پاکستان کې وسله والو بریدونو او چادونو زور اخیستی دی.

#Afghanistan #Pakistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه