ویب ډیسک
د پوليو د بېړني حالت ملي مرکز په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ خپرېدو خبرداری ورکړی دی.
دغه مرکز په خپله اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې تر اوسه په ننګرهار ولایت کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
یاد مرکز زياته کړې: «دا حالت د افغانستان او په ځانګړي ډول د ختيځ زون لپاره ډېر ګواښونکى دى.»
افغانستان او پاکستان د هغو نادرو هېوادونو په ډله کې دي چې ګوزڼ په کې نه دی ختم شوی.
پوليو يوه ساري ناروغي ده چې د ماشومانو د دايمي فلج او يا هم د مرګ لامل ګرځي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.


