دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه تورخم سېمه کې د ا،ا،ا او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې

په تورخم سېمه کې د ا،ا،ا او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې

ويب ډیسک

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې په تورخم سېمه کې د طالب او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې چې ملکیانو ته پکې د مرګ ژوبلې اوښتو رپوټونه ورکول کېږي. طالبان څه وایي؟
په سېمه کې یو عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل چې نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې دا جګړه پیل شوه او تر دې مهاله پکې یو شمېر وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه کس وایي: «زه همدلته کار کوم، نن شاوخوا ۱۲ بجې جګړه پیل شوه. د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې یو شمېر عام وګړي ولګېدل خو مو موږ هڅه وکړه چې د جګړې له سېمې خوندي ځای ته لاړ شو. ټپیان امبولانسونو روغتون ته یوړل خو د دقیقې مرګ ژوبلې په اړه څه نه شم ویلی.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې «یاده نښته د پاکستاني پوځیانو لخوا پر طالب ځواکونو د لومړيو ډزو په پايله کې رامنځته شوه، چې طالب ځواکونو د پاکستان بريد ته ځوابي غبرګون وښود او نښته رامنځته شوه.» خو پاکستان بیا د دغه پيښې او د نښتې د رامنځ ته کیدو د لامل په هکله لا څه نه دي ویلي.
دوی همدا راز وایي چې د دواړو لوريو مسولین له دې نښتې خبر دي او هڅه کيږي چې د دې نښتې عوامل او په راتلونکي کې د داسې پيښو د تکرار مخنيوی وکړي.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویډیوګانو کې ښکاري چې عام وګړي د پيښې له ځای د تښتې هڅه کوي او ګڼ شمېر امبولانسونه هم ملکیان له سېمې روغتونونو ته وړي. ویل کېږي په دغه جګړه کې تر دې مهاله شاوخوا تر لسو ملکیان ژوبل شوي دي. طالبانو لا د تلفاتو د شمیر په هکله څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه