ويب ډیسک
د جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ایالتونو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد اوس مجازي نړۍ کې د ت.البانو سلاکار دی او ټوله هڅه یې دا ده، چې د خپل شرموونکي عمل لپاره توجیه پیدا کړي.
صالح زیاتوي، چې زلمي خلیلزاد ځان په احساس او عاطفه کې افغان او په وظیفه او تابعیت کې امریکايي ګڼه او د خپلو ګټو لپاره یې د خپل وطن پر مرۍ د راولپنډۍ پښه کېښودله.
هغه پر خلیلزاد نیوکه کړې، چې له ت.البانو سره یې ائتلاف وکړ، افغانستان یې د دوحې تړون له لارې دې ډلې ته ور وسپاره او دا یې ثابته کړه چې د وطن مینه یې ذهن او زړه کې نه وه.
زلمی خلیلزاد چې د ماموریت او منځګړتوب پر وخت یې د امريکا او ت.البانو ډلې ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو، د ډېرو افغانانو او بهرنیانو له لوري له دې امله نیوکو سره مخ شوی.


