دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهانور الحق کاکړ څوک ده ..؟

انور الحق کاکړ څوک ده ..؟

عبدالکریم

انوارالحق کاکړ د‌ پاکستان نوی وزیر اعظم د لنډ مهال لپاره وټاکل شو .
انوار الحق کاکړ د کله سیف الله والسوالۍ کاڼ مهترزۍ سیمه کې د ډاکټر احتشام الحق په کور کې زېږېدلی .
انوارالحق کاکړ د کاکړ قبیلې شاخ سنیټی نه تعلق لري .

لومړنۍ زدکړې په کوټه کې ترسره کړې او څه وخت لاهور ته د زدکړو لپاره سفر کړی ، هغه نه پس د قانون زدکړې يي لندن کې سر ته رسولې .
انوارالحق کاکړ په کال ۲۰۰۸ کې په لومړي ځل سیاست کې برخه واخیسته او د پاکستان مسلم لیګ (ق) په ټکټ د کوټې ښار نه په ټاکنو کې برخه واخیسته خو ټاکنو کې بریالی نه شو .

په کال ۲۰۱۳ کې انوارالحق کاکړ په مسلم لیګ (ن) کې ګډون وکړ او د بلوچستان ایالت ویاند د وزیر اعلی نواب ثنا الله زهري وټاکل شو .
په کال ۲۰۱۸ کې په آزاده توګه د پاکستان د سینټ غړی وټاکل شو .

انوار الحق کاکړ د بلوچستان عوامي ګوند جوړولو کې هم رول درلود.

یاد دې وي چې د بلوچستان په سیاسي چاپيريال کې انوارالحق کاکړ د اسټبلشمیټ نږدې کس بلل کیږي له دې کبله د بلوچستان نېشنل ګوند د انوارالحق کاکړ په ټاکنې اعتراض لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه