ويب ډیسک
د پاکستان په کراچۍ کې د ت.البانو تر کنټرول لاندې د افغانستان قونسلګرۍ ويلي، چې د دغه ښار پوليسو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه افغان کډوال آزاد کړي دي.
د يادې قونسلګري د معلوماتو له مخې، دغه کسان د کراچۍ ښار اړوند د “ماچکو” په نوم د پوليسې يوې حوزې کې بنديان ؤ.
قونسلګرۍ ويلي، دغه کډوال د پاکستاني پوليسو له لوري د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نيول شوي ؤ.
پاکستان کې د بشري حقونو فعالين له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پوليسو ناوړه چلند د نړيوالو قوانينو خلاف بولي او دغه چاره د کډوالو پر وړاندې زورزياتی ګڼي.


