ويب ډيسک
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د پاکستان پارلمان(قامي اسمبلۍ) د صدراعظم شهباز شریف په مشوره منحل کړ.
تېره ورځ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ولسمشر عارف علوي ته په یوه لیک کې د ملي اسمبلۍ د منحلولو غوښتنه کړې وه چې ولسمشر یې غوښتنه منلې او یاد لیک یې لاسلیک کړی دی.
د پاکستان منحل شوی پارلمان د ۲۰۱۸ کال له ټاکتو وروسته د اګست پر ۱۳ مه کار پیل کړی ؤ او ټاکل شوې وه چې د روان کال د اګست پر ۱۲مه نېټه یې وخت پوره شي خو له ټاکل شوې مودې درې ورځې وړاندې منحل کړل شوه.
د پاکستان اساسي قانون له مخې، ولسمشر د صدراعظم په مشوره کولای شي پارلمان منحل کړي خو د اعلامیې د لاسلیک واک یواځی ولسمشر لري.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد د قانون له مخې، د اوسني صدراعظم او پارلمان کې د اپوزېسیون مشر راجا ریاض په مشوره لنډ مهال صدراعظم ګومارل کېږي. خو تر ټاکلو به یې شهباز شریف خپلې دندې ته دوام ورکوي.
#Pakistan


