ويب ډیسک
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون (ECP) د ۵ کلونو لپاره د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان پر سیاسي فعالیت بندیز لګولی دی.
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون په یوې خبرپاڼه کې عمران خان مجرم بللی او ویلي یې دي چې نوموړی نور نه شي کولی سیاسي فعالیت وکړي.
د پاکستان د قوانینو له مخې، محکوم شوی کس د ټاکنو د کمیسیون لهخوا تر پنځو کلونو پورې ټاکل شوې مودې لپاره د حکومتي څوکۍ لپاره نوماندیدای نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې عمران خان څو ورځې وړاندې د دویم ځل لپاره د لاهور په زمان پارک سیمه کې له هغې وروسته ونیول شو چې د اسلام اباد یوې محکمې ورته د ۳ کاله زندان او سل زره روپیو جرمانې جزا اعلان کړې وه.
#Pakistan #Imrankhan


