ويب ډیسک
امریکا له اوکراین سره د خپلو مرستو په دوام له دغه هېواد سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د نوې پوځي مرستې خبر ورکړی دی.
امریکايي چارواکو ویلي چې د جو باېډن اداره به ډېر ژر له اوکراین سره د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د نویو وسلو مرسته اعلان کړي.
د راپورونو له مخې، د پنټاګون د ۶.۲ ملیارد ډالرو ناسمې محاسبې له کشف او سمولو وروسته، د امریکا حکومت د دغو پېسو وېشل په څو برخو پیل کړي دي.
د امریکا دفاع وزارت د مې میاشت کې ویلي ؤ چې د محاسبې د تېروتنو له امله اوکراین ته له ټاکل شوي معیاره زیاتې وسلې ورکړل شوي دي.
د امریکايي چارواکو په وینا، دغه د محاسبې تېروتنه د کیف په ګټه ده، ځکه د دې لامل کېدای شي چې دغه هېواد ته نور تجهیزات ولېږل شي.
د پوځي مرستو په دې کڅوړه کې د ماین پاکۍ تجهیزات، د ټانک ضد وسلې، وسلې او مهمات، هوايي دفاعي سیسټم، توغندي او یو شمېر نورې وسلې شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده چې مسکو تل اوکراین ته د لوېدیځ د مرستو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د دې مرستو لېږل به جګړه لا زوروره کړي.
#UkraineRussiaWar #USA


