دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغان ښځو او نجونو ځورول د "بشريت ضد جرم" په توګه...

د افغان ښځو او نجونو ځورول د “بشريت ضد جرم” په توګه اعلان شي.

ويب ډیسک

د برتانيې پخواني صدراعظم ګورډن براون د ښځو پر وړاندې د ت.البانو د کړنو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې د څېړنې غوښتنه کړې ده.

ګورډن براون یوې خپرې شوې مقالې کې ویلي، د دې وخت رارسېدلی چې د ت.البانو له‌خوا د افغان ښځو او نجونو ځورول د “بشريت ضد جرم” په توګه اعلان شي.

دغه مقاله چې د سه شنبې په ورځ (د زمري ۱۷مه) خپره شوې په کې راغلي چې د ت.البانو له‌خوا پر افغان ښځو او نجونو فشارونه “له جنسیتي اپارتاید څخه کم نه دي.”

براون ویلي، په تېرو دوو کلونو کې د دغو جبرونو له ډېروالي سره سره، د ت.البانو د کړنو په وړاندې د افغان ښځو اعتراضونه کم شوي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ت.البانو له واکمنۍ وروسته پر افغان ښځو او نجونو د تعلیم، تحصیل او کار په ګډون ګڼ شمېر محدودیتونه وضع شوي دي.

#Afghanistan #UK

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه