ويب ډیسک
د بشري حقونو د څار سازمان په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو له همغږيکوونکي غوښتي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په سپارښتنه، د افغانستان د وضعیت ارزونه کې دې بشري حقونو او خصوصاً د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.
یاد سازمان کې د ښځینه حقونو د برخې مسوولې هېډر بار وایي افغانستان اوسمهال نړۍ د ښځينه حقونو له پلوه له شدید بحران سره مخ دی او بېطرفه ارزونه د دې وضعیت د لارښوونې لپاره یو نړیوال غبرګون پيدا کولای شي. هغه ټينګار کوي چې دې ارزونه کې باید ښځو، نجونو او له حقونو محرومو شویو نورو اړخونو ته لومړیتوب ورکول شي.
د امنیت شورا پرېکړهلیک تېر اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو له سازمانه وغوښتل چې د روان نومبر تر ۱۷مې نېټې پورې د افغانستان د وضعیت په اړه یوه بېطرفه ارزونه وکړي او امنیت شورا ته دې یې وړاندې کړي. پریکړه لیک کې همدارنګه غوښته شوې وه، چې د ارزونې لړ کې دې د ښځو په شمول له ښکېلو اړخونو سره مشورې وشي.
په همدې موخه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ښاغلي انتونیو ګوترېش له لوري، د ترکیې پخوانی لوړپوړی چارواکی فریدون سینیرلی اوغلو د افغانستان لپاره د یاد سازمان ځانګړی همغږي کوونکی وګومارل شو.


