سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدعوت او ارشاد رئیس وايي، نېکټايي د صلیب علامه ده او...

دعوت او ارشاد رئیس وايي، نېکټايي د صلیب علامه ده او باید چې بندیز پرې وضع شي.

ويب ډیسک

د ت.البانو د دعوت او ارشاد رئیس محمد هاشم شهیدورور وايي نېکټايي د صلیب علامه ده او باید چې بندیز پرې وضع شي.

نوموړی چې عیسی علیه السلام ته د (شهادت) کلمه کاروي زیاتوي، چې هغه د صلیب په وسیله په دار ځړول شوی ؤ.

که څه هم اسلامي روایات د عیسی (ع) وژل نه تائیدوي او وايي چې نوموړی د الله تعالی په امر اسمان ته پورته شوی دی.

شهیدورور په حیرانۍ زیاتوي، “زه کله کله هسپتالونو او ساحو ته ځم او ګورم چې افغانی انجینر او ډاکتر صاحب نېکټايي په غاړه کې اچولي وي”. او په وینا یې اسلام کې یې تاریخ معلوم دی او د صلیب نښان دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نېکټایي په اړه هم بېلابېل نظریات موجود دي او د اسلامي نړۍ زیاتره علماء یې یوازې د لباس یوه برخه ګڼي چې له کوم دین او عقیدې سره هېڅ تړاو نه لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه