توماس ویست او د افغان نجونو او ښځو لپاره ځانگړې استازې رینا امیري به په قطر کې د ا،ا،اله پلاوي سره ویني

0
195

‏ویب ډیسک

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د دې هیواد ځانگړی استازی توماس ویست او د افغان نجونو او ښځو لپاره ځانگړې استازې رینا امیري به په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره وگوري او ورسره به د نجونو او ښځو سره د با عزته چلند امنیتي ستونزو او یوشمیر نورو مسائلو خبرې وکړي.

بلخوا بیا د ا.ا بهرنیو چارو وزارت هم ویلي امیر خان متقي به د روانې میلادي میاشتې په پای کې دوحې ته سفر وکړي هلته به له امریکایي چارواکو سره وگوري او ورسره به د بنديزونو او تور ليست د ختمولو، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادولو او د افغانستان د هوايي حريم د نقض پر مساله بحثونه وکړي.