دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاشرف غني وايي بشریت د لارښود«ص» له کورنۍ سره مینه زموږ د...

اشرف غني وايي بشریت د لارښود«ص» له کورنۍ سره مینه زموږ د عباداتو محور جوړوي

پښتو جرنل
د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر اشرف غني د عاشورا په هکله خپل بیان په خواله رسنيو خپور کړی .

اشرف غني په خپل بیان کې ویلي چې د بشریت د لارښود له کورنۍ سره مینه زموږ د عباداتو محور جوړوي او همدا علت دی چې په هر لمانځه کې «آل محمد» ته چې حسن او حسین یې دوه ځلاند ستوري دي، پیرزوینې استوو او درود پرې وایو. دغه ډول له یزید او یزیدیت نه کرکه هم زموږ د عقیدې، کلتور او ادب برخه ګرځېدلې ده.

ستر خوشحال وایي:
په یزید باندې لعنت شه په اعوان یې
چې په تېغ یې د نبي لمسی مظلوم دی

هغه په بیان کې زیاتوي د کربلا حماسه د اسلام او مسلمان حماسه ده، د مذاهبو له پولو وتلې او د مسلمانانو په ټولو مذهبونو کې ورګډه ده. له دې امله باید دا ورځ، د بېلتون پر ځای، زموږ د یووالي او پیوستون نښه وي. افغانان په تېره بیا باید ددې تاریخي شېبو حساسیت ته ژور پام وساتي، ځکه د شاعر خبره:
حسیني مینه مې په غشو ولي
په کربلا راته یزید پروت دی

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه