ويب ډیسک
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) کابل کې د ښځو لاریون ځپلو ته په اشارې ویلي، د سینګارتونونو د بندیز پر ضد د ښځو سولهییز لاریون ځپل افغانستان کې د ښځو له حقونو وروستی انکار دی.
یوناما د یاد لاریون ځپلو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې افغانان له تاوتریخوالي پرته د خپل نظر څرګندولو حق لري او باید حاکم چارواکي یې درناوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ کابل کې یو شمېر ښځو د سینګارتونونو تړلو په غبرګون کې لاریون کړی ؤ چې یاد لاریون د ت.البانو لهخوا ځپل شوی ؤ.
#Afghanistan @UNAMAnews


