ويب ډیسک
د بریتانیا پارلمان محافظه کار غړی توبیاس ایلوډ پر خپلو هغو خبرو پښېماني څرګنده کړې، چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یې په یوه ویډيو کې کړې وې.
ښاغلي توبیاس ټاک ټي وي سره خبرو کې خپله تېروتنه منلې او وايي چې له خپل ټوېټر یې هغه ویډیو بېرته لېري کړې ده.
توبیاس ایلو وایې د پارلمان د یوه غړي په توګه یې “تر ټولو بدې ورځې” هغه وې چې د دې ویډیو له خپرولو وروسته پرې په پراخه کچه سختې نیوکې وشوې.
افغان ښځو یې د ویډیو له خپرولو وروسته پر خبرو طنز کړی او ساده سړی یې بللی، چې افغانستان ته په وروستي سفر کې یې دا هېواد سوله ییز او ”بدل شوی ” بللی، خو د بشري حقونو په هکله یې ډېر څه نه دي ویلي.
ښاغلي ایلوډ په خپل ویډیويي پیغام کې ویلي و واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې امنیت ”په پراخه کچه ” ښه شوی دی او وړاندیز یې کړی و، چې لوېدیځوال دې د ښځو حقونو په موضوع کې ”په تدریجي ډول ” مخکې لاړ شي


