ويب ډیسک
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان ویلي، اشرف غني د کمال خان بند په پرانیسته کې ویلي ؤ، چې که ایران وړیا اوبه غواړي، وړیا تېل دې راکړي، خو په وینا یې ت.البان داسې کومه غوښتنه نه لري.
هغه له ایسنا خبري اژانس سره مرکه کې ويلي، همدا د ت.البانو او اشرف غني توپير دی او ت.البان په رسمي توګه د هلمند سیند په اوبو کې د ایران حق مني.
عبدالهیان همدارنګه ټينګار کوي، چې د افغانستان اوبو کې د ایران د حق موضوع به په جدي ډول تعقیب کړي او زیاتوي که ت.البان وایي چې کافي اوبه نشته، نو زموږ متخصصین یې باید تائید کړي.
ایراني چارواکي له څه وخت راهیسې تُندې نیوکي کوي، چې د هلمند سیند اوبو کې بشپړ حق نه ورکول کېږي، ت.البان بیا وایي، چې د ایران د اوبو حق په هوکړهلیک کې معلوم دی او دوی یې ورته ژمن دي.
#Afghanistan #Iran


