ويب ډیسک
د فرانسې حکومت په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۳ میلیونه یورو مالي مرستې اعلان کړی دی.
د راپورونو له مخې، دا پیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) لهخوا د خورا زیان منونکو کډوالو او کوربه هېواد سره د مرستې لپاره کارول کېږي.
د يادونې وړ ده، چې د دې مرستې دوه ميليونه يې په پاکستان او يو ميليون يې ايران ته ځانګړې شوې دي، چې تر ډېره به يې د کډوالو ښځو او نجونو پر روغتيا، ښوونې او روزنې برخې مصرف شي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېری افغانان د جمهوري نظام له ړنګېدو او د ت.البان تر واکمنۍ وروسته د بې وزلۍ او د دغې ډلې وېرې له امله له افغانستانه وتلي او د ایران او پاکستان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو کې کډوال شوي دي.
#Afghanrefugees


