ويب ډیسک
د امریکا څارګر خدمات وایي، هغه سپین رنګه پوډر چې تېره یکشنبه په سپینه ماڼۍ کې موندل شوي ؤ، کوکائین دي.
دغه ماده د سپینې ماڼۍ د لوېدیزې څانګې په یوه خوندي کاري سیمه کې د معمولي څارنې پر مهال موندل شوي ؤ.
واشنګټن پوست چې د اوروژنې او قانون نافذوونکو سرچینو په حوله دا خبر خپور کړی ویلي یې دي چې په دې اړه لا نورې پلټنې هم روانې دي.
د راپورونو له مخې، د دغه سپین رنګه پوډر د موندلو پر مهال ولسمشر جو باېډن او کورنۍ یې سپینه ماڼۍ کې نه ؤ.
دا په داسې حال کې ده چې د دغې مادې له موندلو وروسته د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو د بېړنۍ تخلیې تدابیر اعلان شول او د دغه ماڼۍ شاوخوا سیمې په احتیاطي ډول وتړل شوې.
#WhiteHouse #USA


