دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان په وضعیت خبرې کیږي

شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان په وضعیت خبرې کیږي

ويب ډیسک

د هند په مشرۍ د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ۲۳مه سرمشریزه د سې‌شنبې په ورځ(د جولای ۴مه) په انلاین بڼه پیلېږي.

د راپورونو له مخې، دغه غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وشي.

ټاکل شوې چې د یاد سازمان ۲۳مه سرمشریزه کې د دغه سازمان ټول دایمي غړي هېوادونه(هند، چین، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیه، تاجیکستان، ایران او ازبیکستان) ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د یاد سازمان د څارنکو هېوادونو په کتار کې راځي خو معلومه نه ده چې دغه انلاین ناسته کې د افغانستان استازی ګډون کوي که نه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه