ويب ډیسک
د انگلیسي رسنیو د راپور له مخې د بریتانیا ځانگړو ځواکونو (SAS) په افغانستان کې د خپل ماموریت په دریو کلونو (۲۰۱۱-۲۰۱۳) کې شاوخوا ۸۰ ملکي افغانان وژلي. راپور وایي ددوي پالیسي دا وه چې د افغانانو پر کورونو د یرغل پرمهال ټول نارینه له منځه یوسي.
په بریتانیا کې هغو وکیلانو چې د افغان قربانیانو د کورنیو استازیتوب کوي ویلي چې د SAS ځواکونو په منظمه توگه د شپې لخوا د افغانانو پر کورونو یرغل وروړ او یو سرتیري په ۶ میاشتو کې ۳۵ بیگناه افغانان وژلي دي.
یادو وکیلانو زیاته کړې د بریتانیا د پوځ لوړپوړو افسرانو او نظامي چارواکو هڅه کړې څو دا جنایات پټ وساتي.


