لیکنه : ډاکټر لطیف یاد
دواګنر ملیشې په روسیه کې دخصوصي پوځي شرکت یوه ډله ده چې دروسیې دپوځ سره په غیر مستقیمه توګه همکاري کوي اوپه دېرو نیابتي جګړو کې یې ونډه اخیستې ده دبېلګې په توګه دچیچینیا جګړه ، دسوریې په کورنۍ جګړه کې. دلیبیا په کورنۍ جګړې ، مرکزي افریقې او داوکراین په اوسنۍ جګړه کې دروسیې دپوځونو سره اوږه په اوږه داوکراین دپوځ پرخلاف جنګیدلي دي .
ددې شرکت او ددې ملیشه وو مشر (یوگنی پریگوژین) نومیږي چې دپوتین دآشپز په نامه هم یادیږي ، ځکه دی دکرملین میلمستیاوو ته خواړه برابروي اودډیرو رستورانونو خاوند هم دی.
باید وویل شي چې دغه ملیشه په ۲۰۱۴ ریږدیز کال کې جوړه شوې ده د دغې ډلې د مشر له څرګندونو داسې اټکل کېږي چې دغه ډله اوس مهال شاوخوا ۲۵ زره سرتېري لري. او ددې ډلې مشر یوگنی پریگوژین دپوتین له نږدې دوستانو نه شمېرل کېده . په دې وروستیو وختونو کې دده او ولا دیمیر پوتین ترمنځ اختلافات رامنځ ته شو ل ، ځکه ده دا ادعا کړې ده چې دروسیې ددفاع وزیر «سرگي شویگو» په امر په اوکراین کې ددوی پر ملیشو بمباري شوې ده او ددې دلې زرګونه تنه پکې وژل شوي دي .ده همدارار اعلان وکړ چې خپلو ځواکونو ته یې امر کړی دي چې له اوکراینه ووځي او مسکو ته لاړشي اودروسیې د دفاع وزیر ( سرگي شویگو )دمسکو په سره میدان کې په دار وځړوي او دلینن ترڅنګ یې ښخ کړي .د روسیې دفاع وزیر د واګنر ځواکونو مشر ته خطاب کې وبلي دي چې : نیسم دي او لاسونه درباندي تړم.
د واګنر ډلې مشر تر خبردارۍ وروسته په مسکو کې امنیتي تدابیر سخت شوی دي.د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د یوې امنیتي سرچینې په حوالې په سیمه ایز وخت د جون په ۲۴ ویلي چې په ټولو مهمو حکومتي تاسیساتو کې کې د امنیتي ځواکونو او امکاناتو شمیر ډیر شوی.په مطبوعاتو کې ښودل کیږي چې دروسیې په پلازمیینې او د دفاع وزارت په شاوخوا کې د مرمیو ضد موټر ځای پر ځای شوي دي . په عین حال کې د روسیې د اسختباراتي ادارې (FSB) د واګنر ډلې مشر تورن کړی چې کورنۍ جکړې ته شرایط برابروي او د دې ډلې د غړیو نه یې د هغه د نیول کیدو غوښتنه کړې ده .
دبلې خوا ددغې ملیشې ځواکونه دروستوف نادونو ښار ته رسیدلی او په تېرو څو ګړیو کې له روسټوف-نا-دونو ښاره د واګنر ملېشو د وتلو اړوند انځورونه خپاره شوي دي.
په دې انځورونو کې په زړه پورې ټکی د یاد ښار پر واټونو د خلکو راغونډېدل ديٍ چې د “واګنر! واګنر!” نارې یې وهلې، چې غالباً ددغې ډلې ملاتړي به وو.
د روسټوف-نا-دونو تخلیه وروسته تر هغه پیل شوه چې د واګنر مشر یوګني پریګوژين وویل، ځواکونه یې د مسکو پر لوري له دې کبله له نور پرمختګه راګرځولي چې دده په ټکو د “وینې تویېدنې” مخه ونیول شي.
دا څرګندونې د پریګوژین او د بیلاروس د ولسمشر الکسندر لوکاشینکو – چې د پوتین متحد ګڼل کېږي- ترمنځ له خبرو وروسته رامنځ ته شوې.له بلې خوا پوتین ویلی دي : وسله وال بغاوت کې ښکېل کسان به سزا ویني.
دانه ده معلومه چې تردې وروسته به دواګنر ملیشې او ددې ملېشو راتلونکی برخلیک به څه وي ؟


