ويب ډیسک
د روسیه د واګنر ملېشو مشر یوګني پریګوژین خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې له مسکو نه بېرته وګرځي او اوکراین کې خپلو مرکزونو ته ستانه شي.
نوموړي په خپل ټیلیګرام چینل کې، یوه خپاره شوي غږیز پیغام کې ویلي، چې ځواکونه یې د مسکو په (۲۰۰) کیلومترۍ کې ؤ، خو په روسیه کې د وینې توېدو د مخنیوي لپاره یې ورته بېرته د ګرځېدو امر کړی دی.
د نړیوالو رسنیو له مخې، د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې د واګنر ملېشو پاڅون د هغه په تېرو دوو لسیزو واکمنۍ کې تر ټولو مهمه ننګونه وه، چې د بېرته ستنېدو له امر سره به د مخ پر وده احتمالي بحران مخه ونیول شي.
دا واګنر ځواکونو مشر غوښتنه کړې وه، چې د روسیه د دفاع وزیر سرګی شویګو دې له دندې ګوښه شي، خو په تازه خپاره شوي پېغام کې یې نه دي ویلي چې غوښتنه یې منل شوې که نه.
بل خوا روسیه د بهرنیو چارو وزارت لویدیځو هېوادونو ته ګواښ کړی، چې د دې هېواد له کورني وضعیت ته دې د روسیې د ګواښلو لپاره د ګټې اخیستو فکر نه کوي.


