سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد اټاليا سمندر کې د مهاجرو د ېوې کښتۍ تر اوښتو...

د اټاليا سمندر کې د مهاجرو د ېوې کښتۍ تر اوښتو وروسته له څلوېښتو ډېر مهاجر لادرکه شوي دي.

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونو چارواکي وايي د ايټالیا د لامپدوسا جزېرې په اوبو کې د مهاجرو د ېوې کښتۍ تر اوښتو وروسته له څلوېښتو ډېر مهاجر لادرکه شوي دي. په دوی کې یو نوی زېږېدلی ماشوم او یو شمېر ښځې هم شاملې دي.

د ايټالیا له پاره د يو ان اچ سي آر استازې، کیارا کاردولیتي (Chiara Cardoletti) وويل چې د مهاجرو دغه کښتۍ د پنجشنبې په ورځ اوښتې او د لادرکه شوو کسانو په ډله کې يو نوی زېږېدلی ماشوم هم شامل دی. میرمن کاردوليتي پر ټويټر تر دې مخکې په ايټاليا، هسپانيا او یونان کې د مهاجرو ډوبو شوو کښتیو ته په اشارې ليکلي چې «د اروپا په دروازه کې د مهاجرو د مرګونو ادامه د منلو نه ده.»

د فرانسې خبري آژانس د شنبې ورځې د رپوټ پر اساس، د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې يو ویاند، فلاويو دي جاکومو، بیا وویل چې «د لاردکه شوو کسانو په ډله کې له ۷ ډېرې ښځې او یو د لږ عمر کس شامل دی.» ویاند وويل چې کښتۍ د ځواکمن باد او د اوبو د لوړو څپو له کبله اوښتې ده.

یو شمېر کسان ژغورل شوي چې ټول ېې ځوان نارینه دي: «يو شمېر ژغورل شوي کسان لامپدوسا جزېرې ته انتقال او پاتې نور ېې بېرته تونس ته واستول شول.» جاکومو وويل چې په دغه کښتۍ کې د بورکينا فاسو، کامرون او د عاج ساحل هیوادونو ۴۶ مهاجر سپاره ول چې د تونس له صفاقس څخه ېې حرکت کړی وو.

د آی او ام يا د کډوالۍ نړيوالې ادارې د دغه ویاند په خبره، د نومبر میاشتې راهیسې د تونسي مهاجرو په پرتله د افریقا د جنوبي صحرا هیوادونو څخه ډېر مهاجر رسيدلي کوم چې د تونس له لارې حرکت کوي. هغه ویل دا ځکه چې «د افريقا له صحرا څخه د جنوبي هيوادونو خلک د تبعیض له وجې تونس ته راتښتي.»

د ايټاليا په جنوب کې پرته د لامپدوسا جزېره د تونسي ساحل څخه په شاوخوا ۱۴۵ کيلومترۍ کې پرته ده چې ترمنځ ېې پروت سمندري مسیر، اروپا ته د غیرقانوني مهاجرتونو له مهمو لارو څخه یوه ده. د یو ان اچ سي آر يعنې د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د لوړې کميسارۍ په حواله، تېرکال ايټاليا ته د ټول ټال ۱۰۵ زره رسيدلو مهاجرو له ډلې ۴۶زرو ېې لامپدوسا جزېرې ته ځانونه رسولي ول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه