سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهولادیمیر پوتین وایي، هغه کسان به سزا وویني چې وسله‌وال بغاوت یې...

ولادیمیر پوتین وایي، هغه کسان به سزا وویني چې وسله‌وال بغاوت یې کړی

ویب ډیسک

‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، هغه کسان به سزا وویني چې وسله‌وال بغاوت یې کړی او د دغه هېواد د ویشلو هڅه کوي.

هغه د شنبې په سهار د خپلې وینا پر مهال د روسیې د واګنر ګروپ ځواکونه په خیانت محکوم کړي او د دغه ډلې مشر پرېګوژین یې پر وسله‌وال بغاوت تورن کړی دی.

ولادیمیر پوتین وروسته له هغې دا څرګندونې کړي چې د واګنر ګروپ مشر یوګیني پرېګوژین د روسیې پوځ په دې تورن کړی چې اوکراین کې یې د ده د ځواکونو پر یوه پنډغالي مرګونی هوايي برید کړی دی.‌

پرېګوژین د جمعې پر شپه د پوځ خلاف د پاڅون اعلان وکړ خو دا یې هم وویل چې د پوځي کودتا هوډ نه لري.

د راپورنو له مخې، د واګنر ګروپ ځواکونو له دې اعلان وروسته د مسکو پر لور حرکت کړی او ویل کېږي چې د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې روستوف نادونو ښار ته ننوتي دي.‌

که څه پوتین د دغه ښار وضعیت نا څرګند بللی خو واګنر ډله ادعا کوي چې یاد ښار د دوی تر کنټرول لاندې دی.

ولادیمیر پوتین همداراز د واګنر دا ګام له شا د چړې ګوزار بللی او ویلي یې دي چې په ټول قوت به د روسیې دفاع کوي.

د معلوماتو له مخې، د روسیې پلازمېنه او شاوخوا سیمو کې د ترهګرۍ ضد وضعیت اعلان شوی دی.

‌#Russia

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه