ویب ډیسک
«سَوت چاینا مارنینگ» ورځپاڼې په یوې تازه مقاله کې لیکلي چې له افغانستانه په سیمه کې د اوبو د جگړې پیلیدو امکان شته. ورځپاڼه له تهران سره د هلمند اوبو پر سر د کابل شخړې ته په اشارې د قوش تیپې کانال د یوې بلې احتمالي شخړې په توگه یادوي.
ورځپاڼه لیکي تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان لدې پروژې تشویش لري او تاجکستان وایي ددې کانال کار د منځنیو پیړیو په تخنیکونو سره تر سره کیږي چې چاپیریال ته زیان رسوي. دا ټکی شاید د اروپایي ټولنې پښه هم پدې شخړه کې ورداخله کړي ځکه اروپا اوس د چاپیریال ساتنې په نامه مرکزی آسیا کې ډیر دخالت لري. له بلې خوا د شانگهای همکاریو سازمان هم په سیمه کې د اوبو پرسر شخړې څاري. پدې توگه به د چین او روسیې پښې هم دې شخړې ته ننوځي.


