ويب ډیسک
د روسی واگنر ملیشې ځواکونه له یوکراین څخه روسیې ته ننوتي، د مسکو پر لور روان دي او د «روستوف» ښار نظامي مرکزونه یې هم پرته له نښتې نیولي دي. دې سره هممهاله په مسکو کې او یو شمیر نورو ښارونو کې شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
«ایوګیني پریګوژین» د واگنر مشر د روسیې دفاع وزیر «سرگي شویگو» او یو شمیر نور لوړپوړي چارواکي په خیانت تورن کړي او ویلي یې دي چې دوی دیوکراین جگړي په اړه د روسیې خلکو ته فریب ورکوي. نوموړي زیاته کړې چې روسي سرتیري د واگنر سره د جگړې پر ځای ورسره یو ځای کیږي.
پریګوژین ویلي چې واگنر «روستوف» ښار ته په لاره کې د روسیې یوه هلیکوپتره ویشتلې ده. دا پداسې حال کې ده چې د روسیې حکومت بیا پریګوژین د کودتا په هڅې تورن کړی، د هغه د نیولو امر یې کړی او تمه کیږي چې راتلونکو ساعتونو کې ولادیمیر پوتین هم د روسیې خلکو ته وینا وکړي


