دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان نن ملي ماتم اعلان کړی

پاکستان نن ملي ماتم اعلان کړی

ويب ډیسک

‏د پاکستان صدراعظم شهباز شريف يونان کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله د خپلو اتباعو د مړينې په وير نن دوشنبه (د غبرګولي۲۹مه) ملي ماتم اعلان کړ.

د راپورونو له مخې په ډوبې شوې کښتۍ کې شاوخوا ۷۵۰ تنه سپاره ؤ، چې ډېری پاکستاني، سوريي، مصري او فلسطيني اتباع ؤ.

دغه کښتۍ تېره چارشنبه د يونان په ساحل کې ډوبه شوه، چې ښايي له ۵۰۰ ډېرو سپرو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخې، داسې انګېرل کېږي چې دغې پېښه کې به تر ۳۰۰ پورې پاکستاني اتباع ډوب شوي وي.

ياده کښتۍ له ليبيا څخه ايټاليا ته روانه وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه