دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسستان دافغانانو لرغونی ټاټوبی

سستان دافغانانو لرغونی ټاټوبی

لیکنه : میر حسن اتل 

نور نومونه: ساکانستان، سهاګستان، اسهاکزيستان (اسحقزيستان)، سګزيستان، سجستان (معرب)، زرنکا، زرنګا، زرنجا، زابلستان، زابل او نور.
سیستان د سوهېلي افغانستان او اوسني ختیځ ایران له يو شمېر سيمو څخه تشکيل یوه داسي تاريخي ورشو ده چي د تاريخ په اوږدو کښي ئې لوی لوی تهذيبونه روزلي او ځنګلولي دی، په خصوص دا سيمه هغه وخت د تاریخي مباحثو موضوع وګرځېده چي کله ساکانانو تر مېلاد دوې پېړۍ پخوا له خپل لرغوني ټاټوبي (#تور_سمندرګي سواحل، #سائبريا وغېره) څخه راکډه او په یاده سيمه کښي خواره واره شو، وروسته یې د اباسین تر غاړو (اراوزیا او ګندهاره)…! د يو شمېر پاړسيوانانو مورخینو د بیان له رویه د دغې کلمې (سستان یا ساکانستان) لومړۍ یادونه د (#بیستون) په ډبر ليکونو کې د (زرنکا) په نوم شوی دی،
“The name of the country and its inhabitants is first attested as Old Persian z-r-k i.e (Zranka) in the great Bisotun inscription of Dariush apparently the original name” (1)
نامتو مورخ (هيرډوډټس) دا سيمه لږ په بدل نوم ( زرنګا) ياده کړې ده، که څه هم د دې تاريخي سيمې د اصل حدودو په اړه د مورخینو او جغرافیه دانو ترمنځ اختلاف موجود دي، خو د لسمې مېلادي پېړۍ نامتو جغرافيه دان او تاريخي اثر [#ممالک_و_المسالک] مولف ابو اسحق ابرهيم استخري [۹۵۲م مړ] په خپل یاد اثر کې د د دې لړغوني ولايت (سستان ) حدود اربعه داسي بيان کړې ده:
“جہت آنکہ، ہر چہ از طرف مشرق درين دیار محيط می شود کرمان است، و بيابانی کہ ميان زمين مکران و زمين سند و سجستان و چيزی از اعمال ملتان است، و آنچہ از طرف مغرب خراسان است و بعضی از عمل ہند، و آنچہ از طرف شمال زمين ہند است، و آنچہ از طرف جنوب بيابانی است، کہ میان سجستان و پارس و کرمان است ” مخ ۲۵۲
زرنج، فره، درعش، تل، بغنين، جزه، بشلنګ، اسفزار، قرنی، طاق، جاهان، رودان، بست (لښکرګاه) بنجوای (پنجوای)، کسر، بالس، سيوۍ او کس نومي ښارګوټي ئې د دې ولايت کلي او ښارګوټي ياد کړي دي، خو نامتو داستان ګو (#فردوسي) بيا دا ولايت په پراخه معنا راخستی دی، ځکه چې په خپل نامتو تصنیف (شاهنامه) کې یې سستان او زابلستان (زابل) يو وطن بللی دی، يو ځای ئې داسی يادونه کوي:
“دليران زابل بہ کردار گرگ
پراگنده شند آن سپاه بزرگ
سپھدار کابل گرفتار شد
زگرد سواران ہوا تار شد ” (دوام))
د تاريخ په اوږدو کې دې زرخېزې سيمې يو شمېر لوئې هستۍ زيږولې دي، که امکان ؤ بل وخت به ئې لنډه يادونه وکړو، دغه سيمه که څه هم د يوه پراخ رېګستان په غېږ کې راګير ده خو د هلمند څپاند سيند ئې په منځ کې تېر شو دی، ځکه ئې خاوره زخېزه او لوی شمېر کرهڼېزي ناوې لري، دلته بايده يوه بله يادونه وکړو چي فرنګیانو د (Sistan boundary commission) له لاري د پښتنو افغان دا تاريخي مېنه تقسيم او يوه برخه ئې د ايران دولت په غوښتنه هغو ته په تحفه کې ورکړه، فرنګیانو په دې برخه کې بل لوی ظلم دا وکړ چي دا کار ئې د پښتنو په لاس وکړ، ځکه چي د دې کميشن يو شمېر غړي ئې له سهېلي پښتونخوا څخه هم بيولي وو.
حوالې:
(۱) ايرانيکا
(۲). ممالک و مسالک
(۳). شاهنامه فردوسي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه