ويب ډیسک
افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو یو پخوانی پوځي چې د څلورو ملکي افغانانو وژنې کې په لاس لرلو تورن دی، وایي چې په اړه یې د محکمې پرېکړه ناسمه ده او د خپلو کارونو له امله بښنه نه غواړي.
بېن رابرټ سمېت چې د اسټرالیا یوې ملکي محکمې ته وړاندې شوی ؤ، له پرېکړې وروسته یې رسنیو ته ویلي، چې افغانستان کې پر خپلو ترسره کړو کارونو ویاړي.
سمېت له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۲ پورې افغانستان کې د اسټرالیا د هوایي ځواک د سرتېري په توګه ۶ دورې وظیفه ترسره کړې ده.
نوموړي پر درې اسټرالیايي ورځپاڼو عریضه کړې وه، چې افغانستان کې د ملکي خلکو پر وژنه یې تورن کړی دی، خو یوې فدرالي محکمې د هغه دا عریضه رد کړې او ویلي یې دي چې ورځپاڼو د خپل راپور د اثبات لپاره حقایق وړاندې کړې دي.
رابرټ سمېت ویلي “موږ تېروتنه نه ده کړې چې بښنه وغواړو”.
نوموړی چې کله په افغانستان کې د خپلو کارونو په اړه وپوښتل شو، ویل یې ویل چې پرې ویاړي.
#Australia #Afghanistan


