دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه بېلا بېلو ولایتو کې ۶۸ طالبان ووژل شوي او ۶۴ ټپیان...

په بېلا بېلو ولایتو کې ۶۸ طالبان ووژل شوي او ۶۴ ټپیان شوي

ویب ډیسک

د ملي دفاع وزارت وايي چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ځوابي بریدونو او نښتو په ترڅ کې، ۶۸ طالبان ووژل شول، ۶۴ تنه ټپیان شول، د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

همدا راز ۲۱۱ ماینونه چې طالبانو د هېواد په بیلابیلو سیمو کې ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ شوی ـ خو تر اوسه طالبانو لخواه په دې هکله څه نه دی ویلی.

دغه طالبان د هېواد د هرات، فراه، فاریاب، بدخشان، کندز او کندهار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه