ويب ډیسک
د براون پوهنتون څېړونکو په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د سپتمبر د یوولسمې له پېښې راهیسې، ترهګرۍ سره د مبارزې په جګړه کې د اټکل له مخې له ۴٫۵ تر ۴٫۶ میلیونه انسانان وژل شوي دي.
یادې ډلې ویلي په افغانستان، پاکستان، عراق، سوریه، لېبیا، سومالیه او یمن کې شخړې او جګړې دومره پراخه دي چې د تلفاتو دقیقه اندازه یې نه شي روښانه کېدلاي.
د دې راپور له مخې، په دې وژل شویو کسانو کې له ۳٫۶ تر ۳٫۷ میلیونه کسان هغه خلک دي چې په غیرمستقیم ډول د جګړې د اغېزو، مثلاً بد اقتصادي، چاپېریالي، رواني او صحي چاپېریال له امله وژل شوي دي.
یاد راپور زیاتوي چې دې موده کې په افغانستان او عراق کې نږدې ۷۰۰۰ امریکایي پوځیان او ۸۰۰۰ قراردادیان وژل شوي او د دې ترڅنګ د دې جګړو په پخوانیو پوځیانو کې د ځان وژنې پېښې هم لوړې شوې دي.
راپور همدا راز ښيي چې د امریکا او نورو متحدینو له لوري د ترهګرۍ ضد دې جګړو کې زیاتره محلي خلک مړه شوي چې د نظامیانو شمېر یې په افغانستان، پاکستان، عراق او سوریه کې تر ۲۰۱۹ کال پورې، نږدې ۱۷۷۰۰۰ تنو ته رسېږي.
د یاد راپور لیکواله او د څېړنیزې ډلې غړې سټفني ساول وایي، سره د دې چې امریکا له افغانستانه وتلې، خو د دې جنګ دوام اوس هم په دې بڼه روان دی چې په جنګ ځپلو سیمو کې یې خلک له پایلو ځورېږي.
راپور زیاتوي، په جګړه کې غیرمستقیمې مړینې زیاتره د سوء تغذیې، امیداورۍ او اړونده ستونزو او د مکروبي او سرطاني ناروغیو له امله رامنځته کېږي.
یاد راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی. له بلې خوا د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او زدهکړو بندیز او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځينه کارکوونکو د کار منع کولو، زیانمنو ته د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی دی.


