دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهآ یا ریښتیا هند د افغانستان سفارت ا،ا،ا ته سپارلی...؟

آ یا ریښتیا هند د افغانستان سفارت ا،ا،ا ته سپارلی…؟

ويب ډیسک

هند کې د افغانستان سفارت يو ډيپلومات او د جمهوري نظام د امنيت شورا پخواني کارکوونکی “قادر شاه” ت.البانو خپل ځان ته اړولی او هغه ته یې د یاد سفارت سرپرستي لپاره مکتوب ورکړی.

سرچينه د دې موضوع په تړاو د اړخونو ترمنځ د تلليو او راغليو مکتوبونو د کاپيانو په شريکولو سره زياتوي، د هند حکومت په دې موضوع ځان غلی کړی، خو اوسني سفير فريد ماموندزي او د سفارت نورو کارکوونکو قادر شاه مخه نیولې او له دندې یې ګوښه کړی.

سرچينه زياتوي، افغان سفارت د هند له حکومته غوښتنه کړې، چې د يوې ترهګرې ډلې غړيتوب ته د قادر شاه غوښتل د سفارت ودانۍ او نورو کارکوونکو ته یو خطر دی او دوی دې کلک اقدامات وکړي، څو راتلونکي کې کومه پېښه رمانځته نه شي.

د چارو شنونکي وايي، په دې تړاو د هند دريځ د پوهېدو وړ نه دی، ښايي د دې لپاره غلی واوسي او ت.البانو سره اړيکې دومره خرابې نه کړي چې کابل کې يې د سفارت شاوخوا ۸۰ تنه کارکوونکو ته زيان ونه رسېږي.

د هند دغه ډول دریځ غوره کول، د تاريخ په اوږدو کې افغانستان سره د دوی د اوږدو مناسباتو درلودو سره په ټکر کې ده، ځکه دوی په افغانستان کې تل د مرکزي حکومت او ډيموکراسۍ په پلوۍ ولاړ ؤ، هغه څه چې اوس يې تمثيل جمهوريت کوي.

د يادونې وړ ده، چې که څه هم تر اوسه یو هېواد هم ت.البان په رسمیت نه دې پېژندلي خو ایران، پاکستان، چين، روسيې او ځينو نورو هېوادونو د افغانستان د سفارتونو چارې ت.البانو ته سپارلي.

ياد هېوادونه دغې ډلې ته د سفاروتونو چارو سپارل د دې ډلې رسميت نه ګڼي او وايي چې دغه ګام يې يوازې دې هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د خدمتونو د آسانتيا په موخه پورته کړی دی.

#Afghanistan #India

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه