ويب ډیسک
سعودي عربستان او سوریې د ډیپلوماتیکو اړیکو له ۱۲ کلن ځنډ وروسته دواړو هېوادونو کې د خپلو سفارتونو پر پرانیستو هوکړه کړې ده.
د راپورونو له مخې د سعودي عربستان پاچا د یوې خبرپانې په خپرولو سره په سوریه کې د خپل ډیپلوماټیک ماموریت د بیا پیلولو پرېکړه کړې ده.
عربستان دا پرېکړه دوه ورځې وروسته له هغې کوي چې د امریکا د نیوکو سره سره سوریې یو ځل بیا د عربي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ.
د سوریې رسنیو د راپورونو له مخې، د دمشق د بهرنیو چارو وزارت هم په سعودي عربستان کې د ډیپلوماتیک ماموریت د بیا پیلولو پرېکړه اعلان کړې ده.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پرېکړه د دواړو هېوادونو د خلکو د ژورو اړیکو او د دواړو ټولنو د ارادې د تائید لپاره شوې ده.
شنونکي په دې باور دي چې عربي ټولنې ته د سوریې بیا ورګډېدل، په سمبولیک ډول کولای شي په نړیواله کچه د بشارالاسد د بیا غښتلي کېدړ او په احتمالي توګه د هغه د رژیم پر وړاندې د سختو بندیزونو د لرې کولو لپاره لاره هواره کړي.
#SaudiArabia #Syria


