دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملاله یوسفزۍ یو بل کتاب لیکي

ملاله یوسفزۍ یو بل کتاب لیکي

ويب ډیسک

د نوبل سولې جایزې ځوانه ګټونکې او د ښځینه حقونو پښتنه فعاله ملاله یوسفزۍ وایي د خپلو یادښتونو پر یوه نوي کتاب کار کوي.

د نوموړې لومړی کتاب «زه ملاله یم» په انګلیسه ژبه نږدې لس کاله مخکې خپر شوی ؤ.

د کتاب خپرندویه اداره وایي د نوي کتاب نوم نه دی ټاکل شوی او د خپرېدو نېټه یې هم لا معلومه نه ده.

ملالې په خپل ټوېټر د دې کتاب د خپرېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې ژوند یې په تېرو کلونو کې له ډېرو بدلونونو سره مخ ؤ او د خوښیو او خفګانونو ترڅنګ یې وده او پرمختګ هم درلود.

د ملالې په وینا په دې کتاب کې به یې ډېرې خصوص یادښتونه وي او هیله یې ښودلې چې لوستونکي به یې په لوستو د هغې د ژوند په کیسه لا ډېر پوه او مطمئین شي.

#Malala

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه