سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۱۰ زره د...

هند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۱۰ زره د کرونا نوې قضیې ثبت شوې دي

ويب ډیسک

هند کې د کرونا پېښې یو ځل بیا په زیاتېدو دي، چې له امله یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۱۰ زره نوې قضیې ثبت شوې دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۱۵۸ پېښې ثبت شوي چې د یوې ورځ مخکې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

هند کې د کرونا نږدې ۴۴ میلیونه فعالې پېښې ښودل شوي او د مثبتو پېښو ورځنۍ کچه ۴.۰۲ سلنه په ګوته شوې ده.

هندي چارواکو ویلي د هېواد په ځینو سیمو کې یې د کرونا ویروس بیا په خپرېدو شوی او په راتلونکو لسو تر دولسو ورځو کې به مثبتې پېښې نورې هم لوړې شي.

#India #Covid19

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه