سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍامریکا کې د غواګانو په یوه فارم کې د اورلګېدنې له امله...

امریکا کې د غواګانو په یوه فارم کې د اورلګېدنې له امله نږدې ۱۸زره غواګانې له منځه تللې دي.

ويب ډیسک

د امریکا په تکزاس ایالت کې د غواګانو په یوه فارم کې د اورلګېدنې له امله نږدې ۱۸زره غواګانې له منځه تللې دي.

دا د امریکا په تاریخ کې د څارویو لپاره تر ټولو مرګونې اورلګېدنه ده چې د لامل په اړه یې څېړنې روانې دي.

په امریکا کې د څارویو د خوندیتوب یوې ادارې له ایالتي حکومت سره اړیکه نیولې او غوښتنه یې ترې کړې چې د فارمونو د سوځېدو د مخنیوي لپاره دې لازم اقدامات وکړي. د یادې ادارې په وینا هر کال سلګونه زره څاروي د ورته اورلګېدنو له امله له منځه ځي.

د څارويو د خوندیتوب ادارې نیوکه کړې چې د تکزاس په شمول د امریکا په زیاتره ایالتونو کې له اورلګېدنې د څارویو د خوندیتوب لپاره هېڅ تدابیر نشته.

د راپورونو له مخې په تېرو لسو کالونو کې د ورته اور لګېدنو له امله نږدې ۶.۵ میلیونه څاروي او الوتونکي له منځه تللي دي.

#USA

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه