سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسحاق ډار وايي ، پاکستان سوالګر نه دی

اسحاق ډار وايي ، پاکستان سوالګر نه دی

ويب ډیسک

د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار نن شنبه د اپرېل اتمه اسلام‌اباد کې د یوې خبري ناستې پرمهال هغه اوازې ناسمې وبللې چې ګواکې د پیسو نړیوال صندوق نوموړی امریکا کې د یاد صندوق کېدونکې غونډې څخه منع کړی دی.

اسحاق ډار دې غونډې ته وویل چې پاکستان سوالګر نه دی او په وینا یې، د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک غړی دی او هېواد کې روان وضعیت ته په کتو یې امریکا ته سفر لغوه کړی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه سفر یې د لومړي وزیر په غوښتنه لغوه کړی او غونډه کې به په انلاین بڼه ګډون وکړي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د پاکستان سیاسي کړکېچ ورځ تر بلې خرابېږي چې ورسره د یاد هېواد د حکومت او د پیسو نړیوال صندوق ترمنځ د پور ترلاسه کولو پر سر څو پړاو خبرې هم بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه