سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد برازیل په یوه لومړني ښوونځي کې څلور ماشومان په تبر وژل...

د برازیل په یوه لومړني ښوونځي کې څلور ماشومان په تبر وژل شوي

ويب ډیسک

د برازیل په یوه لومړني ښوونځي کې څلور ماشومان په تبر وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

بریدګر یو ۲۵ کلن ځوان دی چې له دې پېښې وروسته یې ځان پولیسو ته سپارلی دی.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا وژل شوي ماشومان، درې هلکان او یوه نجلۍ د ۵ او ۷ کلونو ترمنځ دي.

د برازیل ولسمشر لولا ډېلوا دا برید غندلی او ویلي یې دي چې “دا ډول تراژیدي د منلو وړ نه ده”.

ټپیانو کې د یوه روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه