ويب ډیسک
د هند یوه ځايي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د دغه هېواد یوه مندر کې د يوې زينه لرونکې څاه د چت ماتيدو له امله د مړو کسانو شمېر ۳۵ ته لوړ شوی دی.
ویل شوي، دغه مندر چې ور لاندې يو زينه لرونکې څاه پرته ده، د فرش له ماتېدو وروسته یې ډېر خلک هماغې کوهي ته غورځېدلي دي. هندوستان عمومآ زینه لرونکي کوهیان لري، چې پر دغو زینو ورښکته کېدو سره اوبه اخیستل کېدای شي.
د ایندور سیمې یوه ځايي چارواکي فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې دغې پېښې کې ۳۵ کسان مړه او یو بل تر اوسه ورک دی. د پېښې یوه عیني شاهد فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د مرستو ډلګۍ هڅه کوي، ورک شوی کس ومومي.


