سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحامد کرزي «ملي خبرو اترو په سملاسي پیل»ټينګار کړی دی.

حامد کرزي «ملي خبرو اترو په سملاسي پیل»ټينګار کړی دی.

ويب ډیسک

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ټویټر له لارې په یو لړ پیغامونو کې د افغانستان خلکو ته د نوروز د دودیز جشن مبارکي ویلې او یو ځل یې بیا د نجونو ښوونځیو د خلاصدو غوښتنه کړي.

هغه ویلي: «هیله لرم چې سرپرست اسلامي حکومت د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې خلاصې کړي او ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.»
کرزي د «ملي خبرو اترو په سملاسي پیل» هم ټينګار کړی دی.

نوموړي زیاته کړي : «تر هر څه زیات د ملي یووالي ټینګښت او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات تامین لپاره، چې د افغانستان د خلکو ارمان دی، د ملي خبرو اترو په سملاسي پیلیدو ټینګار کوم.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه