ويب ډیسک
د افغان کډوالو مدافع وکیله او د بشري حقونو فعاله منیزه کاکړ وایي، اوس هم د کراچۍ په بېلابېلو زندانونو کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان دي.
اغلې کاکړ دغه زندانونو کې د افغان بندیانو ناسم وضعیت ته په اشارې سره ویلي دي، چې د فیض محمد په نوم یو بل افغان کډوال هم د مناسبې درملنې د نشتوالي له امله په زندان کې ساه ورکړې ده.
له دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) پاکستان څانګې د کراچۍ زندانونو کې د افغان بندیانو وضعیت ناوړه بللی ؤ او ویلي یې ؤ چې ماشومان او کورنۍ بې له دې چې وضعیت یې په پام کې ونیول شي، باید زندان کې پراته نه وي.
د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته د کډوالۍ نوې څپه پیل شوې، چې د دغه کډوالو سره د پاکستان حکومت ناسم چلند سخت غبرګونونه راپارولي دي.


