ويب ډیسک
په بلغاریا کې په یوه لارۍ کې د افغان کډوالو د ۱۸ جسدونو د موندلو یوه اونۍ وروسته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ټاکل شوې دا جسدونه به په یوه ځانګړې الوتکه کې افغانستان ته انتقال شي.
تر اوسه د ۱۷ تنو هویت تشخیص شوی او د یو تن د پېژندنې په اړه پلټنې لا روانې دي، چې د هويت د تثبيت چارو له بشپړیدو وروسته به دا جسدونه افغانستان ته انتقال شي.


