سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران وايي چې ا،ا،ا سره د هلمند د سیند د اوبو په...

ایران وايي چې ا،ا،ا سره د هلمند د سیند د اوبو په هکله هوکړې ته رسېدلي

ويب ډیسک

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې له طالبانو سره د هلمند له سینده د دغه هېواد د حق‌ابې په اړه «لومړنۍ هوکړې» ته رسېدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په خبري ناسته کې وویل چې د هلمند د حق‌ابې موضوع له طالبانو سره «د ایران د بحث وړ او له جدي موضوعګانو» څخه ده.

هغه له طالب چارواکو سره د جدي او نږدې خبرو پر دوام په ټینګار سره وویل، چې «وخت ناوخت هوکړې هم شوې» او د دوی تمه دا ده چې طالب چارواکي په دې برخه کې «مسوولانه» عمل وکړي.

کنعاني جوته کړه، چې طالبانو څو ځله په رسمي ډول اعلان وکړ چې د ایران پر حق‌ابې اعتراف لري او په رسمیت یې پېژني.
د هغه په وینا، د ایران تمه دا ده، چې طالبان په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي او ایران دا د یوه ډاډ رامنځته کوونکي اقدام په توګه ګڼي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه